ننگرهار؛ په اچين ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د شينوارو شپږگونو ولسواليو ورزشي مديريت له لوري د اچين ولسوالۍ په پيښې خوړ باهي ډاک لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ له ااا نظام څخه د ملاتړ او لوبغاړو يووالي په موخه د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې، د څرک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د څرک او شينوارو اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې شينوارو اتلانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۹۷ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې څرک لوبډلې ياد هدف د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د اوو ويکټو په توپير يې بريا او اتلولي په خپل نوم کړه.
