کابل کې ۷۰ تنو لوبڅارانو او روزونکو ته په ووشو برخه کې د لوبڅارۍ او د روزنې سیمینار پيل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۹:۲۹
کابل کې ۷۰ تنو لوبڅارانو او روزونکو ته په ووشو برخه کې د لوبڅارۍ او د روزنې سیمینار پيل شو

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري په یاد ریاست کې له ۲۸ ولایتونو۷۰ تنو لوبڅارانو او روزونکو ته په ووشو برخه کې د لوبڅارۍ او د روزنې سیمینار پيل شو.

د دغه سیمینار پرانیستغونډه کې د ورزش ادارې فني او مسلکی مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو ریئس داد محمد پاینده اختري، د ووشو ملي ریئس بلبل شاه خالد او د ورزش ادارې زیات شمېر مسوولینو ګډون کړی وو.

دغه سیمینار د ووشو ملي فدراسیون د فني مرستیال احسان احمد کروخي له لوري وړاندې کیږي، چې ګډون کوونکو ته پکې د ساندا سیالیو د نوې لوبڅارۍ، فورم برخه کې د تالو زده کړې، د درجه بندۍ په سیستم او د نظري او عملي روزنې په موضوعاتو خبرې کیږي.

یاد سیمینار د روزونکو د ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوی دی، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

کابل کې د ويلچر هنډبال معلولو ورزشکارانو ته د پوهاوي درې ورځنی سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هنډبال ملي فدراسيون له لوري د کابل ولايت څخه د پارا هنډبال ۲۰ ورزشکارانو ته د ويلچر هنډبال د پوهاوي درې ورځنی سمينار د پارا المپيک کميټې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه ملي لوبډله او يو ۷ کسيز پلاوی، د ٢٠٢٦ اسیا جام ته د لارموندنې پړاو سیالیو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS