لوګر؛ مرکز پل علم کې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن يوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۶:۳۳
لوګر؛ مرکز پل علم کې د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن يوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پانکرېشن ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په ورزشي جمنازيوم کې له ۱۲ ولايتونو د ۱۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکرېشن يوولسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو پرانيستغونډې ته د المپيک کمېټې، بدني روزنې او ورزش عمومي ريئس مولوي احمد الله وثيق، د ياد رياست رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيکي چارو ريئس داد محمد پاينده اختري، د کابل د بدني روزنې او ورزش ريئس عتيق الله خالد، د لوګر ولايت د بدني روزنې او ورزش امر مزمل نعيم زی، د پانکرېشن ورزشکاران او زيات شمېر مينوال راغلي وو.

د دغو سياليو په پرانيستغونډه کې د المپيک کميټې، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثيق د غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زياته یې کړه: « خوښ او خوشحاله یم، چې يو ځل بيا تاسو سره په ورزشي برنامه کې ګډون کوم؛ د ورزش اداره تل هڅه کوي، چې ورزش ته وده ورکړي او ورزش له ولايتونو ولسواليو ته او له ولسوالیو کلي ته خپور کړي؛ تر څو په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي او د افغانستان نوم په نړۍ کې وځلوي، چې تر ډېره کامياب هم دي، چې د هغې له جملې د فوټسال ملي لوبډله په نړيوال جام کې لوبېدل، د ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د ملتونو اسيا جام ته لاره موندل او په وروستيو کې د افغانستان کرکټ الف لوبډلې د اسيا جام راوړل و.» همدارنګه ښاغلي وثيق ورزش د روغتيا لپاره ډېر مهم ياد کړ او په پای کې د لوګر ورزشي امريت مسولينو او ورزشکارانو ته د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ.

دغه سيالۍ به د اګون، کاتو پانکرېشن، پولي دا ماس او پاليس ماتا سبکونو کې او د ځوانانو او د مشرانو په عمري کټګوريو او د ۳۹ کيلوګرام څخه تر ۱۰۰ کيلو ګرام بېلا بېلو وزني کټګوريو کې ترسره شي ، چې په پايله کې به د مشرانو له عمري کټګورۍ څخه ۵۰ تنه ورزشکاران او د ځوانانو له عمري کټګورۍ څخه ۳۰ تنه ورزشکاران، چې ټول ۸۰ تنه ورزشکاران کېږي د پانکرېشن ملي لوبډلې ته وټاکل شي.

دغه سیالۍ د پانکرېشن ملي لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو د ټاکلو په موخه پیل شوي دي، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۷
Background image

بلخ؛ په مرکز مزار شريف ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شريف ښار کوډبرق سیمه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې .

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۵
Background image

د ورزش ادارې او NOVE Caring Human مؤسسې ترمنځ د همکاري هوکړه لاسلیک شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او NOVE Caring Human اېټالوي مؤسسې ترمنځ د بامیان ولایت د ورزشي جمنازیوم د بیا رغونې په برخه کې د همکاري ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د یاد هوکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۸:۵۱
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS