پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٢٠ دولتي ادارو ترمنځ د والیبال دویم پړاو سیالۍ پیل شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۶:۲۰
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ٢٠ دولتي ادارو ترمنځ د والیبال دویم پړاو سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز ښرنه کې د ٢٠ دولتي ادارو ترمنځ د والیبال دویم پړاو سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د احصائيې او د کلیو د پراختیا ریاستونو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د احصائيې ریاست لوبډلې د ٢ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ لوبه یې وګټله.

دا سیالۍ د دولتي کارکوونکو ترمنځ د پېژندګلوي او سالمې تفرېح برابرولو په موخه پیل شوي دي چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS