ننګرهار؛ سره رود ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۶:۴۳
ننګرهار؛ سره رود ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سره رود ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو وروستۍ لوبه د سره رود ځوانانو او سره رود ایلیون لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د سره رود ایلیون لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹۴ منډو هدف وټاکه. سره رود ځوانانو لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سر د لوبې په نهم اور کې ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د یادو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رحيمي کمپ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ټاکنيزې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د چهاردرې ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري د دې ولسوالۍ په نوآباد سیمه کې د اووه لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

کندز کې د ١٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند باغ شرکت سیمه کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د سییمه ییزې پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ٥٠ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS