خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د اتل ټېپ بال کرکټ غوره ليگ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۰:۱۴
خوست کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د اتل ټېپ بال کرکټ غوره ليگ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د تڼيو ولسوالۍ په متا کلي ميدان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د اتل ټېپ بال کرکټ غوره ليگ سيالۍ، چې شاوخوا يوه مياشت به دوام وکړي، د اتل زمريانو لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د اتل زمريانو او اتل بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې اتل زمريانو لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې اتل بازانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۸۲ منډې وکړې او لوبه يې د ۴۶ منډو په توپير وبايلله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS