بلخ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۳:۵۶
بلخ کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کونګ‌فو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د کونګ‌فو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د دغو سیالیو په پایله کې لسو تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د بلخ ولایت د کونګ‌فو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د بلخ ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۶:۲۹
Background image

غور؛ مرغاب ولسوالۍکې د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په مرغاب ولسوالۍکې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پايله کې سلمان شمک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره لوبډلې په المپیکي سیالیو کې پاناما ته ماته ورکړه

د فوټسال له ١٨ کلنو کم عمره ملي لوبډله د ځوانانو فوټسال ډاکار ۲۰۲۶ المپیکي سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه له پاناما هېواد څخه د ٥ - ٠ ګولونو په توپیر وګټله.

په دغو سیالیو کې افغان لوبډله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۲ - ۱۲:۱۷
Background image

د فوټبال له ۱۵کلنو کم عمره ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

د افغانستان له ۱۵ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ فیفا له ۱۵ کلنو کم عمره نړۍوال جام او جشنوارې کې د ۶ برياو، څلورو ماتو او د ۱۸۹ هېوادونو ترمنځ د ۸۳م مقام له ترلاسه کولو وروسته. . .

BACK TO NEWS