له ١٧ کلنو کم عمره افغان فوټبال ملي لوبډلې ماکائو ته د ۹ پر صفر ګولونو په توپیر ستره ماتې ورکړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۰:۲۸
له ١٧ کلنو کم عمره افغان فوټبال ملي لوبډلې ماکائو ته د ۹ پر صفر ګولونو په توپیر ستره ماتې ورکړه

د ٢٠٢٥ کال د آسیا ملتونو جام سیالیو د مقدماتي لوبو په لړ کې له ١٧ کلنو کم عمره افغان لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې ماکائو ته د ۹ پر صفر ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او دویم پړاو ته یې لار ومونده.

له ١٧ کلنو کم عمره افغان فوټبال لوبډله څو ورځې وړاندې د ٢٠٢٥ کال د آسیا ملتونو جام سیالیو کې د ګډون په موخه کمبودیا هېواد ته لاړه او ټاکل شوې چې په B ګروپ کې به له ماکائو، بنګله دېش او کمبودیا هېوادونو سره لوبې ترسره کړي.

ټاکل شوې چې دا سیالۍ د روانې اکتوبر میاشتې په ١٩مه نېټه په کمبودیا کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ٢٧مې نېټې پورې به دوام وکړي.

هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې افغان لوبډلې فلپینۍ لوبډلې ته د ۹ پر صفر ګولونو په توپیر ماتې ورکړې وه او نن یې په خپله دویمه سیالۍ کې مکائو لوبډلې ته د ۹ پر صفر ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او دویمه بریا یې خپله کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS