هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د مرکزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د مرکزي اتحاد او ذاهد اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. مرکزي اتحاد لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦١ منډو هدف وټاکه. ذاهد اتلانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ٩٤ منډې وکړې او مرکزي اتحاد لوبډلې د ٦٦ منډو په توپیر اتلولي وګټله.
يادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
