دایکندي؛ مرکز نیلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته او د تخنیکي او مسلکي انستیتیوت له لوري د یاد ولایت په مرکز نیلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د رسۍ کشولو سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د برق د تامین دیارلسمې لوبډلې لومړی او د الکترو تخنیک یوولسمې لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
