زابل؛ شهر صفا ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د ياد ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې د ٩٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د شهر صفا، دامان او میزان ولسوالیو پهلوانانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې د شهر صفا ولسوالۍ پهلوانانو د ډېرو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
