پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د رسنیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ درېیم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۲۰:۰
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د رسنیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ درېیم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي او د ځوانانو چارو د مدیریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنې ښار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د رسنیو جام په نوم د ټېپ بال کرېکټ درېیم پړاو سیالۍ د اطلاعاتو او کلتور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د پښتون غږ راډیو، ملي راډیو، تعلیم الفرقان راډیو، اطلاعات اوکلتور ریاست او مېلمه راډیو لوبډلو ګډون کړی و، چې پایلوبه یې د اطلاعاتو او کلتور او مېلمه راډيو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د اطلاعاتو او کلتور لوبډلې وګټله چې لومړی یې توپ وهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپل یو لوبغاړي په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف وټاکه. مېلمه راډیو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۰۴ مندې وکړې او لوبه یې د ۳۶ منډو په توپیر وبایلله.

دغه سیالۍ د خبریالانو ترمنځ د سالمې تفرېح د برابرولو په موخه ترسره شوې، چې اته ورځې یې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS