فاریاب ؛ اندخوی ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۱:۵۶
فاریاب ؛ اندخوی ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د فاریاب ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د سلیماني جام په نوم لیګ سیالۍ د اندخوی کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایله کې اندخوی کلب لوبډلې د ۱۹ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، کهکشان لوبډلې د ۱۵ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅوول و، چې دوه میاشتې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د فاریاب ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS