زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۲۰ ورزش کارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۲۰ ورزش کارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې عبدالرحمن لومړی، غوث محمد دویم او عبدالولي درېیم مقام ترلاسه کړ.
دا سیالۍ په زابل کې د ملي او دودیزو لوبو د ودې په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.