کابل کې د لامبو وهنې سیالیو روزنیز کورس ترسره شو

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۲۰:۵۴
کابل کې د لامبو وهنې سیالیو روزنیز کورس ترسره شو

د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د لامبو وهنې فدراسیون له لوري د مرکز ۵۰ روزونکو ته روزنیز کورس پیل شو.

د لامبو وهنې فدراسیون د مسؤولنو په خبره، په دغه یو ورځني کورس کې چې د لامبو وهنې فدراسیون رئیس حامد رحیمي له لوري ترسره شو، د لامبو وهنې لومړنیو مهارتونو، د لامبو وهنې ورزشي مدیریت، د غرقېدو د مخنیوي، د ورزشي طب او د لامبو وهنې څلورو سبکونو په اړه تدریس وشو.

یاد کورس په هېواد کې د لامبو وهنې د زده کړې د کیفیت او د روزونکو د وړتیاوو د لوړولو په موخه ترسره شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۱
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې شاوخوا ۲۰ ورځې يې دوام وکړ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۴۰
Background image

کندز کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د جودو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز رستم کلب کې د ۵۴ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ له ۱۴ کالونو کم عمره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ يارانو کلب کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ملي او دوديزو لوبو ته د ودې ورکولو او د سالمې برابرولو په موخه د رسۍ کشونې سيالۍ وشوې.

د سياليو په پايله کې ۲۰. . .

BACK TO NEWS