کندز کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او رزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز کې د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د کندز، بغلان، تخار، بدخشان او بامیان ولایتونو لوبډلو ګډون کړی دی، چې لومړۍ لوبه کې یې بغلان لوبډلې د درې پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې بامیان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.
دا سیالۍ د هېواد د شمال ختیځ زون لپاره د غوره لوبډلې د ټاکلو په موخه پیل شوي دي، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.