کندز؛ ګلتیپې ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۰:۱۶
کندز؛ ګلتیپې ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ګلتیپې ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ګلتیپې شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د ګلتیپې، قلعه ذال او چهار درې ولسوالیو څخه ۲۰ لوبډلو ګډن کړی و، چې پایلوبه یې د ګلتیپې شاهین او عسقلان اتفاق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې ګلتیپې شاهین لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

یادې سیالۍ له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د لېرې والي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو سېټ ورزشي جامې، کپ، توپ او غوره لوبغاړي ته مډال ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS