پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۱:۱۳
پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نوروز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د خوست او غزني ولایتونو لوبډلو هم ګډون کړی و، چې پایلوبه یې د نوروز او څلي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او په پایله کې یې نوروز لوبډلې د دوه پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

یادې سیالۍ د والیبال لوبې ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ او په پای کې لومړي مقام لوبډلې ته یو عراده موټر سایکل او نورې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲
Background image

غور؛ مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پارا المپيک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروزکوه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ويلچر بسکټبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۵۸
Background image

د هرات مرکز کې د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې ۲۰ روزونکو او لوبڅارانو ته د واليبال روزنې او لوبڅارۍ سيمينار ترسره شو، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۴:۱۵
Background image

هلمند؛ گرشک ولسوالۍ کې ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د گرشک ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري د دې ولسوالۍ په هاشمي لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د "پسرلني جام" په نوم د فوټسال گروپي سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS