کاپیسا؛ مرکز محمود راقي کې د څلور لوبډلو ترمنځ د خوسي سیالۍ ترسره شوې

د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په مرکز محمود راقي کې د یووالي جام په نوم د څلورو لوبډلو ترمنځ د نویو ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د خوسي سیمه ییزې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سالیو په پایلوبه کې د کاپيسا امید لوبډلې خپلې سیالې شاهین نویو ځوانانو لوبډلې ته د ۵/۳ نومرو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د نویو ځوانانو ترمنځ د خوسي سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د کاپيسا ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.