زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۸:۲
زابل؛ په شاجوی ولسوالۍ کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د شاجوی ولسوالۍ په خاکي سيمه کې د ۴۵ ورزشکارانو ترمنځ سيمه ييزو لوبو ته د ودې ورکولو او پرمختگ په موخه د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې جميل احمد لومړی، ولي الله دويم او محب الله بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.

د‌ يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري غوره ورزشکارانو ته ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۷:۷
Background image

بلخ؛ په دهدادي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ د طوفان. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۶:۵۷
Background image

ننگرهار کې د ۴۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۴۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ پيل شوې.

په يادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۶:۵۳
Background image

نیمروز ؛ چخانسور ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال جام سیالۍ پيل شوې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او روزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د ظهیرالدین مکتب شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې.

د. . .

BACK TO NEWS