د کورش د نړيوال فدراسیون رئیس حیدر فرمان او ورسره مل پلاوی کابل ته راغی

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۰:۱
د کورش د نړيوال فدراسیون رئیس حیدر فرمان او ورسره مل پلاوی کابل ته راغی

د کورش نړیوال فدراسیون رئیس حیدر فرمان، د ياد فدراسیون سکرتر جنرال رضأ نصیري نژاد، اداري رئیس منصور میرزایف او د ياد فدراسیون د ستراتيژي رئیس علیار میرزایف نن ماسپښین کابل ته راغلل.

د دغه څلور کسیز پلاوي د ښه راغلاست په مراسمو کې د المپیک کمېټې، بدني روزنې او ورزش لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق، د ياد رياست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، د فدراسیونونو رئیسانو او مشاورینو ګډون کړی و.

د دغو مراسمو په پیل کې د ورزش ادارې رئیس مولوي احمدالله وثیق مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: " د ا.ا په حاکمېدو سره په هېواد کې هېڅ ډول امنیتي پېښه نه ده پېښه شوې او په تېرو درېوو کلونو کې ورزش له مرکز څخه ولایتونو او د هېواد ليرې پرتو سیمو ته رسېدلی دی او همداراز اوسنی نظام د ورزش په برخه کې زموږ ملاتړ کوي."

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې په تېر کال کې مو له نړیوالو لوبو څخه نږدې سل د سرو زرو، سپينو زرو او برنزو مډالونه ګټلي دي.

ښاغلي وثیق همداراز د المپیک له نړۍوالې کمېټې وغوښتل چې د افغانستان د ورزش او ورزش کارانو ملاتړ وکړي.

ورپسې د کورش نړیوال فدراسیون رئیس حیدر فرمان په خپلو خبرو کې وويل، چې دا يې څلورم ځل دی چې افغانستان ته راځي او خوښي يې څرګنده کړه چې له داسې کسانو سره یې ملاقات وشو چې ورزش ته خدمت کوي.

ښاغلي فرمان همداراز زیاته کړه: " هغه کسان چې په داخل د افغانستان کې د ورزش لپاره کار کوي باید ورزش له سیاست څخه جلا وساتي خو د المپیک نړيوالې کمېټې قوانینو ته په پام سره ."

د کورش نړيوال فدراسیون پلاوی په داسې حال کې کابل ته راغی، چې د هېواد د لسو ولایتونو د ١٠٠ ورزش کارانو ترمنځ د کورش دوولسم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ نن په کابل کې پیل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS