هلمند؛ په لښکرگاه ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرگاه ښار کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو هڅولو او ورزش ته د ودې ورکولو او پرمختګ په موخه د واليبال سيالۍ د سيد نظر سادات لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايلوبه کې سيد نظر سادات لوبډلې خپلې سيالې فريد عظیمي لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.