بامیان؛ یکاولنګ نمبر دو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په یکاولنګ نمبر دو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ والیبال سیالۍ د کابل پغمان ولسوالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د کابل پغمان ولسوالۍ لوبډلې خپلې سیالې میدان وردګو زواک لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې دوې اوونۍ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د بامیانو ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
