کابل؛ د کابل ښار ختیځ زون ۱۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۴:۴۸
کابل؛ د کابل ښار ختیځ زون ۱۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپيک کمېټې ، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د پهلوانۍ ملي فدارسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د کابل ښار ختیځ زون ۱۸۰ پهلوانانو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو کې د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې.

دغه سیالۍ به دوې ورځې دوام وکړي، چې په پایله کې به له هرې کټګورۍ ۴۰ پهلوانان، چې ټول ۱۲۰ پهلوانان کېږي د کابل ښار ختیځ زون پهلوانۍ منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د دغو سیالیو پرانیستغونډې ته د هېواد ورزش ادارې ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د پهلوانۍ ملي فدراسیون رییس، د پهلوانۍ ملي فدراسیون فني پلاوي، پهلوانان او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

د یادو سیالیو موخه د کابل ښار ختیځ زون منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل دي، چې څو ورځې وروسته به د کابل ښار ټاکنیزو سیالیو کې هم ګډون وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

اړین وضاحت!

یو شمېر رسنیو د سوک وهنې فدراسیون د چهارشنبې د ورځې د تماشه چیانو تر منځ د جنجال ویډیو خپره کړې، چې ګواکې د لباس په سر د امنیتي ځواکونو او ورزشکارانو ترمنځ شخړه رامنځته شوې ده.

ورزش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

BACK TO NEWS