ميدان وردگ؛ په ميدان ښار کې د ۳۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۲:۴
ميدان وردگ؛ په ميدان ښار کې د ۳۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د مرکز ميدان ښار په حضرت عاصم خصوصي لېسه کې د ۳۰ تنو زده کوونکو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ، چې ورزش ته د زده کوونکو هڅولو په موخه ترسره شوې، په پايله کې منير احمد لومړی، احمد الله دويم او عبدالقدير درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې غوره زده کوونکو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۶
Background image

د ورزش ادارې په اداري تشکیل کې نوې ټاکنې وشوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په حکم د یاد ریاست د تدراکاتو او زده کړو آمریتونو لپاره نوي آمرین وټاکل شول.

د یاد ریاست د حکم پر بنسټ، ملا محمد عزیز عزیزي د تدراکاتو د آمر په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۵
Background image

کابل کې د ۱۰۰ زياتو ووشوکارانو ترمنځ د ووشو خزانې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د ووشو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۵۶ کلبونو څخه د ۱۰۰ څخه د زياتو ووشوکارانو ترمنځ د ووشو خزانې تشويقي سيالۍ په ساندا سبک کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۱۳
Background image

ارزګان؛ چوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د روزي خان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS