خوست؛ تریزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۲۰:۲۱
خوست؛ تریزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په تریزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ټاکنیزې سیالۍ د علیشېرو ایلیون سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبدالله ستومان او علیشېرو ایلیون سټارز لوبډلو ترسره شوه. علیشېرو ایلیون سټارز لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹۴ منډو هدف وټاکه. عبدالله ستومان لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو نهو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۸۴ منډې وکړې او سیالي یې د نهو منډو په توپیر وبایلله.

دغه سیالۍ د یادې ولسوالۍ د ټاکنیزې لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ او په پای کې ۱۸ لوبغاړي د علیشېرو ولسوالۍ ټاکنیزې لوبډلې ته وټاکل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۰:۵۲
Background image

ننګرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکیټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۰:۵۰
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې بخېل مـــ...ـجاهدینو لوبډلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۰:۴۵
Background image

خوست؛ صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبغاړو ترمنځ د آشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په صبریو یعقوبیو ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د آشي هارا کراټې ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

دا سیالۍ د خوست. . .

BACK TO NEWS