کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکت سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۲۰:۲۰
کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکت سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکت سیالۍ د صفت الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پای لوبه د صفت الله او شاکرالله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه شاکرالله لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د خپلو څلورو لوبغاړو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹۷ منډو هدف وټاکه. صفت الله لوبډلې یاد هدف د دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په شپږم اور کې ترلاسه کړ او په اتو ویکټو یې خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د یادو سیالیو اتلولي وګټله.

دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي فضأ رامنځته کولو په موخه ترسره شوې، چې پنځه ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS