بلخ؛ مزارشریف ښار کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ازادې سيالۍ ترسره شوې
د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ازادې سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د مرکز او ولسوالیو په کچه ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې سيد قادر عمري لومړی، فهيم عزيزي دويم او رامين الهام بيا درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه، ستاينليکونه او نغدي ډالۍ ورکړل شوې.
