پروان؛ اتفاق لوبډلې د پروان پوهنتون محصلانو اتحاد جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي خپله کړه

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۹:۲۶
پروان؛ اتفاق لوبډلې د پروان پوهنتون محصلانو اتحاد جام په نوم د واليبال سياليو اتلولي خپله کړه

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د لسو لوبډلو ترمنځ د پروان پوهنتون محصلانو اتحاد جام په نوم د واليبال سيالۍ، چې يوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د اتفاق لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د ارغوان، دره سرخ، اتفاق، پنجشیر،‌ بدخشان، لیلیه، فتح خیبر، اتحاد سرخ، آفتاب او روشنایي لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه کې اتفاق لوبډلې خپلې سيالې دره سرخ لوبډلې ته د ۳ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، توپ، مډالونه، ورزشي لباسونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS