پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اووه سوه زره افغانیو په لګښت د بدن ښکلا کلپ پرانیستل شو
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د بدن ښکلا فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اووه سوه زرو افغانیو په لګښت د بدن ښکلا کلپ پرانیستل شو.
دغه کلپ د کلا محمد شېرزي په شخصي لګښت جوړ شوی چې په عصري وسایلو سمبال دی او په یو وخت کې پکې ۵۰ ورزش کاران تمرین کولی شي.