کندز کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ ترسره شوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په خورشيد ورزشي لوبغالي کې د ۶۰ تنو پهلوانانو ترمنځ د کورش ازادې سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، په پايله کې ۳۰ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو برياوې خپلې کړې.