بدخشان کې د ۷۵ کورشکارانو ترمنځ د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۴:۱۳
بدخشان کې د ۷۵ کورشکارانو ترمنځ د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او والسوالیو د ۷۵ کورشکارانو ترمنځ د ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د کورش ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو، چې یو ورځ یې دوام وکړ، په پایله کې د شغنان ولسوالۍ د ۳۰ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی، کشم ولسوالۍ د ۲۵ امتیازونو په ترلاسه کولو دویم او کوهستان ولسوالۍ د ۲۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د بدخشان ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS