دایکندي؛ ګیتي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۱:۲۷
دایکندي؛ ګیتي ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د ګیتي ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د فوټسال سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د اتحاد تمران لوبډلې خپلې سیالې ګیتي شنیه لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS