افغانستان کام ایر کلب لوبډلې د اسيايي کلبونو اتلولۍ سياليو کې عراق گاز الجنوب کلب ته ماتې ورکړه

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۵:۷
افغانستان کام ایر کلب لوبډلې د اسيايي کلبونو اتلولۍ سياليو کې عراق گاز الجنوب کلب ته ماتې ورکړه

د افغانستان کام ایر کلب لوبډلې په خپله درېيمه لوبې کې سيالې عراق گاز الجنوب کلب لوبډلې ته د ۳ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او په يادو سياليو کې لومړۍ بريا خپله کړه.

افغان کام ایر کلب لوبډلې په گروپي سياليو کې له سير جان فولاد نه ۰/۳ او الريان قطر ۱/۳ ميدانونو په توپير ماتې منلې وې، خو په درېيمه لوبه کې يې بيا عراق گاز الجنوب کلب لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه.

د هېواد واليبال ملي لوبډلې روزونکي حميد موحدي له دې بریا وروسته وويل« افغان لوبغاړي ډېر ښه لوبېږي او بايد لا نور ملاټړ يې وشي؛ ترڅو لا پرمختګ وکړي.»

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS