جوزجان؛ د ۶۸ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم اتلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې
د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فول رزم ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد په مرکز شبرغان ښار کې د ۶۸ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم اتلسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او بېلا بېلو وزنې کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې ۱۰ تنه ورزشکاران د جوزجان ولایت د فول رزم منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د یادو سالیو موخه د جوزجان ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې یو ورځ یې دوام وکړ.
د سیالیو په پای کې د جوزجان ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.
