ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۹ - ۲۰:۵۴
ارزګان؛ دهراود ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د مرکزي او لوړي لنډیاني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې مرکزي لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

یادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې لس ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۵۰
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي ورزشونو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار کې د ٣٢ ورزشکارانو ترمنځ د کې ون سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، د. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۴۷
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز لښکرګاه ښار کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۶ - ۲۲:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په سید آباد ولسوالۍ کې د ١١٠ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ د ځوان عمر لوبډلې. . .

BACK TO NEWS