هرات کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور اوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۸ - ۱۰:۹
هرات کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور اوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پارکور ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښار په تخت سفر لوبغالي کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور اوولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په دوو کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې له هرې ګټګورۍ ۳-۳ تنه ورزشکاران د هرات پاکور منخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د هرات ولایت پارکور منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و، چې یو ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د هرات ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS