بدخشان؛ ارګو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۹:۲
بدخشان؛ ارګو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د استقلال جام په نوم د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پای کې وحدت طلوع لوبډلې خپلې سیالې ارګو اتفاق لوبډلې ته د ۳/۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د افغانستان ا.ا د درېیمې کلیزې د نمانځلو په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د بدخشان ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د وزلوبې،نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري ياد ولایت یوسف خیلو په ولسوالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د نيزه وهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۰:۵۳
Background image

رسنیز بلنلیک

رسنیز بلنلیک

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۹:۵۷
Background image

کونړ، په اسمار ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسمار ولسوالۍ په شنګر سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې نږدې يوه مياشت يې. . .

BACK TO NEWS