هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۸:۵۸
هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د هېواد او رضوان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې هېواد لوبډلې د ۲ پر ۱ ګول په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې او د ځوانانو ترمنځ د سالم رقابت په موخه پیل شوي دي چې دوې میاشتې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۹
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٣٥ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د بکخېلو ملنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۵
Background image

پکتیکا؛ ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جاوید لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۷:۵۲
Background image

کابل کې د پاورليفټينگ نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د پاورليفټينګ ملي فدراسیون له لوري د کابل ولايت له ۸ کلبونو څخه د ۱۲۰ زياتو ورزشکارانو ترمنځ د کابل ښار نهم پړاو ټاکنيزې سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS