بامیان؛ د یکاولنګ ولسوالۍ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو او ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۸:۵۵
بامیان؛ د یکاولنګ ولسوالۍ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو او ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او ښاروالۍ امریت له لوري د یاد ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د رسۍ کشولو ۱۲ لوبډلو او د ځغاستې ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.

د رسۍ کشولو سیالیو په پایله کې د کربلایي لوبډلې لومړی او د امنیه قومندانۍ لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.

د ځغاستې په برخه کې د ۵۰ ورزشکارانو له ډلې سکندر لومړی او توفیق دویم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه د بامیانو ولایت په والسوالیو او کلیو کې سیمه ییزو او دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یو ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۶:۵۷
Background image

کابل کې د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يي پهلوانۍ تشويقي سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د زورخانه‌يې ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د کابل او لوګر ولايت څخه د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يې ورزشونو د لرغونې پهلوانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۶:۵۴
Background image

کابل کې د فټنيس اووم پړاو خزاني سيالۍ ترسره شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل د شمال او مرکز زونونو د ۸۷ کلبونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د فټنيس ۷م پړاو خزانې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۴:۲۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ. . .

BACK TO NEWS