لغمان؛ په الينگار ولسوالۍ کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۷:۶
لغمان؛ په الينگار ولسوالۍ کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د الينگار ولسوالۍ په پړوايي کلي کې د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د اا له نظام څخه د ملاتړ او د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ، چې دوې اوونۍ مخکې پيل شوې وې، د ننگراج لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

يادو سياليو په پايلوبه کې ننگراج لوبډلې خپلې سيالې پړوايي ب لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري لومړي او دويم مقام گټوونکو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۴۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالې ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۵ جوړو لوبې مساوي او ۴۵. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۴۰
Background image

پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په برمل ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د افغان ابدالیانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۳۸
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د آريانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د آريانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS