هلمند؛ هارون پوپل لوبډلې د فولاد غوره ليگ په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۲۱:۱۷
هلمند؛ هارون پوپل لوبډلې د فولاد غوره ليگ په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرگاه ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ سويل لويديځ زون ته د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه د فولاد فوټبال غوره ليگ سيالۍ، چې ۳۵ ورځې مخکې پيل شوې وې، د هارون پوپل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو ورورستۍ لوبه د هارون پوپل او بهير نورزي لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې هارون پوپل لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۰/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه، چې په دې توگه يې د ۱۸ نمرو په ترلاسه کولو سره د دغو سياليو اتلولي خپله کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS