دایکندي؛ مرکز نیلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ دویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د مرکز نیلي په ورزشي سټېډیوم کې د۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ دویم پړاو سیالۍ، چې څو ورځې مخکې پيل شوې وې د ازادۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ازادۍ لوبډلې د زیاتو امتیازونو په ترلاسه کولو لومړی او د ش. ه. ی. د صادق استقلال لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او ورزشکارانو ظرفیت لوړول و.
د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.