غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۴ - ۱۴:۴۳
غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نهاد مسیر افتاب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې نهاد مسیر افتاب لوبډلې خپلې سیالې عقاب بابه لوبډلې ته د ۳ / ۱ میدانونو پر توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال ورزش سره د لوبغاړو بلدتیا وه، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای د غزني ولایت ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ډول ـ ډول ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۳۲
Background image

ننگرهار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ، د پانکريش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د پنځو ولايتونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريش سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۹
Background image

زابل کې ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د قوت الرمي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د پنځو ولايتونو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د قوت الرمي دوه ورځينۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۲۰:۲۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS