غزني؛ مالستان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمينځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۰:۴۳
غزني؛ مالستان ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمينځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت د مالستان ولسوالۍ په مرادينه ابدانه ورزشي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمينځ د فوټسال سيالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې د اتحاد لوبډلې خپلې سیالې سوکه سيتي لوبډلې ته د ۸/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادو سياليو موخه د لوبغاړو ترمينځ يووالی رامنځته کول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې د غزني ولايت ورزشي آمريت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شوه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS