کونړ؛ په ناړۍ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۷:۴۵
کونړ؛ په ناړۍ ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همکارۍ د ناړۍ ولسوالۍ په بریکوټ ورزشي لوبغالي کې د "۱۵" لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو پایلوبې ته د بریکوټ ایلون او دوکلام افغان لوبډلې لار موندلې وه، لومړی توپوهنه دوکلام افغان لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په زیان سره ۱۱۶ منډې هدف کېښود. بل لوري ته د بریکوټ ایلون لوبډلې د اتو لوبغاړو په زیان یوازې ۹۶ منډې جوړې کړې او په ۲۰ منډو يې ماتې وخوړه.

هېره دې نه وي چې د سیاليو او پایلوبې غوره لوبغاړو ته ستاینلیکونو او ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۱۶ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مشخېل. . .

BACK TO NEWS