هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۹:۳۱
هلمند؛ په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال ګروپي سیالۍ پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د میوند اتلانو او شاهین افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او صفر/ صفر مساوي پای ته ورسېده، په پینالټي شوټونو کې میوند اتلانو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغو سياليو لس ورځې دوام وکړ او موخه يې د ځوانانو ترمنځ يووالی ياد شوی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS