خوست؛ په يعقوبيو ولسوالۍ کې د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۹:۱۱
خوست؛ په يعقوبيو ولسوالۍ کې د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ په خالبساط بازار کې د ۵۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د نيازيو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبې ته د نيازيو او يعقوبيو سپين غر لوبډلو لار موندلې وه چې لومړی توپوهنه نيازيو لوبډلې وکړه او په ټاکلو نهو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په زيان سيالې لوبډلې ته ۱۵۵ منډې هدف کېښود، بل لوري ته سپين غر لوبډله د ياد هدف په پوره کولو ونه توانېده او په ۳۴ منډو يې ماتې وخوړه.

د يادونې وړ ده چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

میدان وردګ؛ بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په بهسودو حصه اول ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د متحد درویشیان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۹
Background image

دزابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د مرکز او شینکۍ سیمو د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې مرکز. . .

BACK TO NEWS