هلمند؛ په نهرسراج ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۲۳:۵۴
هلمند؛ په نهرسراج ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د نويو ځوانانو او نهرسراج لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې نهرسراج لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته ۱۴۵ منډی هدف کېښود. نويو ځوانانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۳۷ منډې جوړې کړې او د ۸ منډو په توپیر یې لوبه وبایله.

يادې سیالۍ چې څه باندې يوه مياشت به دوام وکړي، موخه يې ورزش ته د ځوانانو تشویق او هڅونه ياد شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS