هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د باباجي زلمیانو او پښتون بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د باباجي زلمیانو لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه. پښتون زلمیانو لوبډلې د هدف په تقیب کې ۱۷۰ منډې وکړې او لوبه یې د نهو منډو په توپیر وبایلله.
یادې سیالۍ د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي د رامنځته کولو په موخه پیل شوي دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
